ټرمپ: په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پریښودل د امریکا په تاریخ کې “تر ټولو شرمونکې شیبه” وه

د امریکا ولسمشر په یوه سخته وینا کې په افغانستان کې د دې هیواد د پوځي تجهیزاتو پریښودل د امریکا په تاریخ کې “تر ټولو شرمونکې پیښه” وبلله او د دې پیښې په ضعیف مدیریت یې نیوکه وکړه.
ټرمپ: په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پریښودل د امریکا په تاریخ کې “تر ټولو شرمونکې شیبه” وه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه، د جوزا ۹مه) د ټیسلا او سپیس ایکس اجرایوي رییس ایلان ماسک سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو په اړه په کلکه نیوکه وکړه.

هغه دا پیښه “د هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه” وبلله.

په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو پریښودو ته په اشارې سره، ټرمپ دا د “کمزوري پلان جوړونې او مدیریت” نښه وګڼله.

هغه ټینګار وکړ چې دې پیښې د امریکا نړیوال شهرت ته زیان رسولی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x