د چین د بهرنیو چارو وزیر: موږ به له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړو

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې چین به د افغانستان لپاره خپل سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر: موږ به له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا غونډه نن چهارشنبه، د ثور ۳۱مه، په بیجینګ کې وشوه او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې بیجینګ به د افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو په وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې چین به د یو باوري ګاونډي په توګه د افغانستان د اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره له هر ډول مرستې ډډه ونه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x