سویس: له دې هیواده د پښتنو کډوالو د ایستلو اوازې بې بنسټه دي

سویس: شایعات اخراج مهاجران پشتون‌تبار از این کشور بی‌اساس است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په جینیوا کې د افغانستان سفارت او دایمي ماموریت اعلان وکړ چې د سویس د کډوالو فدرالي دفتر د نړیوالو اړیکو څانګې ډاډ ورکړی چې پښتانه کډوال به له هیواد څخه نه ایستل کیږي.

دې سازمان ټینګار کړی چې په دې اړه خپرې شوې اوازې “په بشپړه توګه بې بنسټه دي”.

په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ، په جینیوا کې د افغانستان سفارت لخوا خپره شوه، د سویس ورځپاڼې لخوا د دې موضوع په اړه خپور شوی راپور “د افسوس وړ” بلل شوی.

په دې مطبوعاتي اعلامیه کې د افغانستان سفارت ویلي: “په سویس کې د قوميت پر بنسټ د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې، په ځانګړې توګه د افغان پښتنو په اړه، هیڅ بدلون نه دی په پام کې نیول شوی.”

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د مخابراتو وزارت په افغانستان کې د ۱۸ ملیون سیم کارتونو د ثبت اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x