د ایران د کورنیو چارو وزیر: د کډوالو د منلو لپاره د ایران ظرفیت بشپړ شوی دی

وزیر داخله ایران: ظرفیت ایران برای پذیرش مهاجر تکمیل شده است

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د ولایتي چارواکو سره په ګډه غونډه کې وویل چې ایران نور د نورو غیرقانوني کډوالو د منلو وړتیا او ظرفیت نلري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د غیر مجاز بهرنیو کډوالو د شتون په اړه زیاته کړه: “د غیر مجاز بهرنیو کډوالو مسله د خلکو له جدي غوښتنو څخه ده، ځکه چې دې مسلې د ایراني اتباعو څخه ډیری کاري فرصتونه له منځه وړي دي.”

هغه وويل چې تېر کال له ايران څخه له ۱.۲ مليون څخه ډېر غير قانوني کډوال شړل شوي او دا پروسه دوام لري.

مومني د ملي مهاجرت سازمان د جوړولو قانون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: “دا قانون د حکومت لخوا تصویب شوی او اوس د پارلمان په اجنډا کې دی.”

بیشتر بخوانید:  د برتانیې د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر د افغانستان په اړه د خپلو دریځونو له امله استعفا وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x