حکمتیار د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نوی تړون اعلان کړ

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د جمعې له لمانځه مخکې په وینا کې وویل چې امریکا او د طالبانو حکومت د دوحې د هوکړې په څېر یوې هوکړې ته د رسېدو هڅې کوي.

په همدې حال کې حکمتیار د دوحې هوکړه ناکامه بولي او وايي چې دغه تړون د افغانستان د اوسني بد وضعیت لامل شوی.

د راپورونو له مخې امریکايي پلاوي د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په شتون سره د روان کال د میزان په میاشت په قطر کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي مشر عبدالحق وثیق په مشرۍ د طالبانو له حکومتي پلاوي سره وکتل.

د حکمتيار په وينا، په دې ناسته کې د دواړو لورو له هوکړې وروسته د افغانستان پر فضا د امريکايي بې پيلوټه الوتکو الوتنې کمې شوې دي.

 

بیشتر بخوانید:  د افغانستان په اړه د امریکا، قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x