ټرمپ: له افغانستانه د امریکا وتلو پوتین وهڅول چې پر اوکراین برید وکړي

ترامپ: خروج آمریکا از افغانستان، پوتین را به حمله به اوکراین تشویق کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې “تر ټولو شرمونکې” او “سپکاویونکې” شیبه وبلله، او ادعا یې وکړه چې دې کړنه ولادیمیر پوتین وهڅول چې پر اوکراین برید وکړي.

ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې که هغه ولسمشر وای، نو امریکا به له افغانستان څخه ډېر ژر وتلې وای، خو د بګرام اډه به یې ساتلې وای.

هغه دا ادعا هم وکړه، “چین اوس د بګرام اډه کنټرولوي.”

هغه د دې وضعیت مسؤل د جو بایډن اداره وبلله او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه یې وکړه چې د هغه په ​​وینا یې دا ډول پریکړې یې کړې دي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په ایران کې میشتو افغانانو ته د هیواد په بیارغونه کې د ګډون غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x