د افغانستان او ایران ترمنځ به ډېر ژر مسافر وړونکی اورګاډی پیل شي

قطار مسافربری ایران و افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت چارواکو اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ به ډېر ژر یو مسافر وړونکی اورګاډی پیل شي.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیر مرستیال جبار علي ذاکري د چهارشنبې په ورځ (د حوت په ۲۲مه) اعلان وکړ چې “د خواف-هرات د اورګاډي د لارې د مسافرو برخه به ډېر ژر فعالیت پیل کړي.”

هغه دا هم زیاته کړه چې دا پټلۍ به “له اروپا او هند څخه افغانستان ته د ټرانزیټ کارګو په لیږدولو کې مهم رول ولوبوي” او دا چې څو بار وړونکي اورګاډي لا دمخه له ترکیې او هند څخه افغانستان ته لیږدول شوي دي.

ایراني چارواکي وايي چې “د خواف-هرات د اورګاډي لاره نه یوازې د ایران او افغانستان لپاره، بلکې د نورو ګاونډیو هیوادونو لپاره هم ستراتیژیک اهمیت لري.”

بیشتر بخوانید:  متقي: آیت الله رئیسي او امیر عبداللهیان د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې ارزښتناک رول لوبول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x