پاکستان: طالبان زموږ په خاوره کې د سرحدي اډې جوړولو هڅه کوي

پاکستان: طالبان به دنبال ایجاد پایگاه مرزی در خاک ما است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي یو ځل بیا د طالبانو د سرحدي خوځښتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې طالبان د پاکستان په خاوره کې د اډې جوړولو په لټه کې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې اسلام آباد دا مسله له نږدې څاري او دا د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یو ګواښ ګڼي. پاکستان همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا پریښودل شویو وسلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ادعا وکړه چې دا تجهیزات کولای شي په پاکستان کې د ترهګرو ډلو لاس ته ولویږي او د هېواد داخلي امنیت ته ګواښ پېښوي.

بیشتر بخوانید:  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپېژنو، له هغوی سره اړیکه نیسو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x