د طالبانو دغه چارواکی وايي چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي

د طالبانو دغه چارواکی وايي چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چی په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او د ځينو هېوادونو له خوا د دغې ډلې پر حکومت د «بشري حقونو د سرغړونې» تور لګول سم نه دي. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې له هیچا سره “تبعیضي چلند” نه کیږي. د طالبانو د ویاند مرستیال وویل: “په افغانستان کې د بشر حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیض نه کیږي.” د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې يو شمېر لوېديځو هېوادونو د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بشري حقونو په پراخه سرغړونې او “جنسي توپير” تورن کړى دى.

بیشتر بخوانید:  د مقاومت جبهه: د هېواد شمال او لوېدیځ ته د زرګونو کسانو لېږدول د افغان توکمیزو ډلو په همغږي وروستی ګوزار دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x