په کابل کې د چین سفیر: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د خبر له مخې، په کابل کې د چین سفیر وايي چي نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ (د سنبلې ۱۶مه) په يوه ټویټ کې له خپل روسي سیال سره په خبرو کې په کابل کې د روسیې پر سفارت برید غندلی دی.

د چین سفیر زیاته کړه: “زه هغه ترهګریز برید په کلکه غندم چې په پایله کې یې د سفارت کارکوونکي او ملکي افغانان شهیدان شول.”

له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت هم پرون دغه برید غندلی او ویلي یې دي چي هیله لري چې په افغانستان کې اړوندې خواوې د بهرنیو ډیپلوماتیکو ماموریتونو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

داعش په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د دوشنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی چې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون یې ۶ تنه ووژل.

بیشتر بخوانید:  عمران خان د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې له ګډون کولو منع شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x