د ایران د کورنیو چارو وزیر: د مهاجرینو د تنظیم کار به ډیر ژر پیل شي

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د مهاجرینو د تنظیم کار به ډیر ژر پیل شي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د ایران فارس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: د مهاجرینو تنظیم به ډیر ژر پیل شي، او په دې برخه کې لومړی ګام د غیرقانوني مهاجرینو اخراج دی. اسکندر مومني نن شیراز ته د خپل سفر په دوام او د دغه ښار له سنګ سیاه سیمې څخه د لیدنې پر مهال وویل: د بهرنیو مهاجرینو تنظیم به ډیر ژر پیل شي، او خلک باید ډاډمن شي چې دا پلان به د یو مناسب پروګرام او د سیمه ایزو او ګاونډیو ملاحظاتو په نظر کې نیولو سره په بشپړه توګه پلي شي. د ایران د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه: یو له هغو لومړیتوبونو څخه چې موږ یې په پارلمان کې اعلان کړ د مهاجرینو د تنظیم موضوع ده او په دې برخه کې د یوه جامع حکم مسوده روانه ده او ډیر ژر به عملي شي.

بیشتر بخوانید:  چین: له افغانستان سره به د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ همکاري دوام ومومي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x