د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ازبکستان سره د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې د ویزې پر رول ټینګار وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ازبکستان سره د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې د ویزې پر رول ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف‌اف سره چې نن کابل ته په سفر تللی، وکتل. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا د هڅونې په توګه د سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې پر اهمیت ټینګار وکړ. په دې کتنه کې چې د شنبې په ورځ ترسره شوه، متقي د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې ګڼو فرصتونو ته اشاره وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې له دغو فرصتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه هیله څرګنده کړه چې له ازبکستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې په ښه کېدو سره به په دوه اړخیزو اړیکو کې د پراخو همکاریو نوی فصل پیل شي.

بیشتر بخوانید:  د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس: لوبه ګټل او بايلل لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x